زیانمنو میرمنو او ماشومانو لپاره روغتیایی او تغذیی خدمتونه


د کرونا یا کووید-۱۹ خبرولو لپاره د کارکونکو او رضاکارانو



ګمارل او د روغتیا کچی پورته وړل یا روغتیا لوړل

>

د ټیټو کچو خلکو سره مرسته یا کار کول



د خفظ الصحه او فاضلاب په مراعات کولو او لاسونو مینځلوته وده ورکول

>

د افغانی میرمنو لپاره خدمت

یوالی د ورزش یا سپورت له لاری

ستاسو په مرسته د خلکو په ژوند کی بدلون راوستلی شو

بی ځایه شویو او زیانمن کورنیو ته


د غیر خوراکی توکو ویشل

>

: د نننی افغانستان د یووالی او مرستو موسسه موخې

  • .د ثابتو صحي او سیارو کلینیکونو رغاونه د هیواد په ښارونو او لرې پرتو سیمو کې د صحي اروایی روغتیا او د تغذیې د سهولتونو وړاندې کولو په موخه د میرمنو ماشومانو لپاره
  • د روغتیایي ۔ تغذیې او اروایي روغتیا په برخه کې اړمنو میرمنو او ماشومانو ته د خدمتونو وړاندې کول
  • . د کلتوري اجتماعي او اقتصادي فقر کمول
  • . د زده کړې کچې لوړول ، روغتیایي پوهاوی او چاپیریال ساتنه
  • د افغان ځوانانو د سوداګرۍ په برخه کې د پرمختګ لپاره د روزنیزو پروګرامونو چمتو کول او برابرول
  • . د سولې راوړلو، بیارغونې او د هېواد د پرمختګ په پروسه کې فعال ونډه
  • . د ماشومانو پروړاندې د تاوتریخوالي د کچې کمولو لپاره ښاري پلان جوړول
  • د کلتوري او د تعلیم د کچې لوړوالي لپاره د یوه روغ تعلیمی چاپیریال زمینې برابرول
  • . د پوهې او مسلکی زده کړو د کورسونو پیلول

  • د ننني افغانستان د یووالی او مرستو موسسه هڅه کوي ترڅو د دولت، ملي او نړیوالو ادارو په مرسته خپلو موخو ته ورسیږي د ننني افغانستان د یووالي او مرستو مؤسسې اساسي موخې دادي۔ چې د دولتي ادارو او ملګرو ملتونو سره د خلکو د خدمت لپاره کار وکړي تر څو په فعاله توګه د افغانستان په بیارغونه کې فعاله برخه واخلي او په هیواد کې تلپاتې سوله رامنځته کړي او له خلکو سره مرسته وکړي .د افغانستان د جنګ جګړو د سیمو د بیارغونې په پروسه کې فعاله مرسته


    ...
  • د بیارغونې او پراختیایی پروژو پلان، جوړونه او پلي کول ، د روغتیا، اقتصاد او د ښځو د سوداګري، زراعتي او صنعتي تولیداتو په برخه کې خدمتونه
  • د مسلکي مهارتونو لکه لاسي صنایع ۔ د غالۍ اوبدلو په برخه کې روزنه
  • د نننی افغانستان د یووالی او مرستو موسسه د تاسیس له ورځې څخه په پورته ذکر شویو برخو کې ګن شمیر فعالیتونه ترسره کړي او بیلابیلې پروژې یې پلی کړې دي

زمونږ په اړه

د ننني افغانستان د یووالي او مرستو مؤسسه یوغیرانتفاعی بې طرفه پرته له سیمه ییز تعصبون جوړ بنسټ دی چې د یو شمیر فعالو او تجربه لرونكو افغانانو لخوا جوړ شوی دی او موخه یې د بشري فعالیتونو ترسره كول او په ملي او محلي كچه د هیواد بیا رغاونه او پرمختګ دی


د ننني افغانستان د یووالي او مرستو موسسه په ۱۳۹۱ لمریز کال کې تأسیس او د ۲۶۱۴ شمیرې سره سم د افغانستان اسلامي جمهوریت د اقتصاد وزارت سره په ۱۳۹۱ کال کې ثبت او راجستر شوې ده. دغه موسسه په خپلې پیاوړې ارادې سره په دې وتوانېده چې د عامې روغتیا وزارت، پوهنې وزارت، اطلاعاتو او کلتور وزارت، د کډوالو وزارت، د کار اوټولنیزو چارو وزارت، د کرنې اوبو او مالداری وزارت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، او د افغانستان د ملي، بین المللی او د ملګرو ملتونو د ادارو غړې وګرځي


د دې تر څنګ د تعلیم او تربیې او د پوهاوي د کچې د لوړولو په برخه کې د مرستی اف ام رادیو او همداشان د مرستی میاشتنۍ مجلې د فعالیت لپاره زمینې چمتو کړې دي، چې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالی د مخنیوي او همدارنګه د سولې او د بشري حقونو په اړه چې د نوموړو رسنیو څخه په استفادې سره په هېواد کې خلکو او ټولنې ته معلومات وړاندې کړي


د ننني افغانستان د یووالي او مرستو موسسه د بیا رغونې، د ځوانانو د پیاوړتیا او سوداګریزو فعالیتونو په موخه د افغانستان , ښځو او د سوداګرې ټولنې ته د کار اوسوداګریز فرصتونه رامنځته کړي دي